غزني ښار (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): په غزني ښار کې د يوه وسلوال بريد له امله درې پولنډي سرتېري ووژل شول.
د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني ښار اړوند د خاک غريبان په سيمه کې پولنډي ځواکونه د ګزمې په حال کې وو، چې يوه وسلوال له يوه کور څخه پرې بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې پولنډي سرتېري ووژل شول.
د سباوون په وينا، وروسته له دې پېښې بهرنيو ځواکونو پر ياد کور هوايي بريد وکړ، چې له امله يې کور ويجاړ خو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.
خو عيني شاهدان ادعا کوي، چې په هوايي بريد کې د ياد کور درې ماشومان وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي او عيني شاهد نېک محمد پژواک اژانس ته وويل، له پېښې وروسته بهرنيو ځواکونو پر ياد کور بمبار وکړ، خو نږدې يې څوک نه ورپرېښودل.
نوموړي زياته کړه، کله چې بهرنيان لاړل او د سيمې خلک کور ته ورغلل، نو هلته درې ماشومان وژل شوي وو.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې يې يواځې يو سرتېرى ټپي شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې د وسلوالو مخالفينو د بريد په ځواب کې دوى هم بريد کړى، خو د ملکي تلفاتو په اړه هېڅ راپور نه لري.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني ښار په يوه بريد کې يې شپږ بهرني ځواکونه وژلي دي.
مجاهد دا نه مني، چې بريد د سيمې له يوه کور څخه ترسره شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په غزني ښار کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان خيرمحمد بارز پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده پېښه کې يې درې سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د بارز په وينا، د وسلوالو طالبانو مړي يې له سيمې څخه رالېږدولي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې له پوليسو سره په نښته کې يې شپږ پوليس وژلي او يو ټانک يې ويجاړ کړى دى.
مجاهد زياتوي، چې په ياده پېښه کې دوه وسلوال طالبان هم ټپيان شوي دي.