Language

ماليې وزارت: نړيوال دې خپلې مرستې د افغانستان شرايطو ته په پام ولګوي

کابل (پژواک ١٨ چنګاښ ٩١): د ماليې وزارت د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه ستره لاسته راوړنه بولي، خو وايي چې که نړيوال د مرستو په لګولوکې د افغانستان شرايط په پام کې ونه نيسي، د تېر په څېر به دومره اغېزمنې نه وي.

د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پراختيا لپاره دغه نړيوال کنفرانس نن د جاپان په توکيو ښار کې له اويا څخه د زياتو هېوادونو او نړيوالو مرسته کوونکو ادارو د استازو په ګډون جوړ شو.

په کنفرانس کې د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ په موخه د بدلون لسيزې د دوو کلونو په ګډون د څلورو کلونو (٢٠١٢ – ٢٠١٣ – ٢٠١٤ او ٢٠١٥ ) لپاره د ۱۶ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل، چې د دغه کنفرانس له مخې به په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو کې هم د نړيوالې ټولنې مرستې له افغانستان سره د تېرې لسيزې په څېرې روانې وي.

د ده په وينا، نړيوالې ټولنې تر ٢٠٢٤ کال پورې له افغانستان څخه خپل ملاتړ څرګند کړى دى.

د ماليې وزارت هم ليکي، چې د نورو کنفرانسونو په پرتله د توکيو د کنفرانس اقتصادي لرليد اوږدمهاله دی.

 سرچينه زياتوي، چې د افغاني متخصصينو په لاس د تېرو لسو کلونو د تجربو په رڼا کې ۲۲ داسې اقتصادي پروګرامونه جوړ شوي چې د افغانستان ټولې اقتصادي اړتياوې په کې منعکسې شوې، چې د حکومتدارۍ، کرنې، کليو پراختيا او خصوصي سکټور وده او بنسټيزې اقتصادي پروژې يې په لومړيتوبونو کې ځاى لري.

د ماليې وزارت د څرګندونو له مخې، د دغو پروګرامونو په عملي کېدو سره به افغانستان په ۲۰۲۵ ميلادي کال کې يو با ثبات، د غښتلي اقتصاد لرونکی، خپلو خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کوونکی او د خپلو کورنيو سرچينو له عوايدو پر خپل ځان بسيا هېواد وي.

سرچينه ليکي: “د افغانستان د ماليې وزارت د مرستو رسولو په برخه کې د اصلاحاتو راوستل ډېر جدي نيولي او هڅه کوي چې تر درېيو مياشتو پورې له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د کومکونو د مديريت لپاره يوه کړنلاره جوړه کړي.”

 د ماليې وزارت ليکي، چې که چېرې د توکيو له کنفرانس وروسته نړيوال مرسته کوونکي د پخوا په څېر د افغانستان د عيني شرايطو په پام کې نه نيولو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نو د تېر په څېر به يې پايلې دومره اغېزمنې نه وي.

سرچينه زياتوي، چې نړيواله ټولنه او افغانستان بايد د بدلون د لسيزې ننګونو ته د ښه ځواب وئلو په موخهد د توکيو له کنفرانس وروسته د مرستو د ښه اغېزمنتيا لپاره په ګډه کار وکړي.