منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:17 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

غزه کې د اسراییلو په برید کې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· 1 دقیقه لوستل · 121 کتنې · تازه شوی
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۸ حمل ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په غزه کې یوه ښوونځي او د کډوالو  کمپ ته څېرمه د اسراییلو په هوایي برید کې لږ تر لږه لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دا برید د غزې په مرکز کې د مغازي کډوالو کمپ ته په نږدې سیمه کې شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي چې له دې برید مخکې، د سیمې د اوسیدونکو او د اسراییلو یوې ملاتړې وسله‌والې ډلې تر منځ نښتې شوې وې. د سرچینو په وینا، په همدې وخت کې د اسراییلو بې‌پيلوټه الوتکو پر یاده سیمه بریدونه کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې بریدیونو کې لږ تر لږه لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر ټپیان شوي دي.

په راپور کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې په همدې ورځ د اسراییلو په بېلابېلو بریدونو کې څو نورو فلسطینانو هم ژوند له لاسه ورکړی.