غزني ښار (پژواك، د زمري لومړۍ نېټه، ۹۱): د غزني ډېرى کروندګر وايي، چي سږکال پر وخت د بارانونو د نه اورېدو له امله يې د غنمو په حاصلاتو کې ډېر کمښت راغلى دى.
د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ يوه بزګر حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې بارانونه سږکال ډېر لږ وو او د کارېز اوبه هم ډېرې لږې وې او له همدې امله د غنمو حاصلات يې ډېر لږ وو.
نوموړي زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې چې په کومه ځمکه ما غنم کرلي وو، له ۳۰۰ څخه نېولي تر۵۰۰ منو پورې به يې ما ته حاصل راکولو، خو سږکال مې له هماغه ځمکې ۱۴۰ منه غنم واخيستل.))
د هغه په وينا، نږدې ۳۰ کاله يې بزګري کړې، خو د حاصلاتو کمښت له يوکال نه بل ته توپير کوي او د کمښت پر لور روان دي.
د حميدالله په خبره، د واټر پمپونو اوبه د روانو اوبو په څېر پر فصلونو ښه اغېز نه کوي.
د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو د سيمې يو اوسېدونکي اسدالله هم سږ کال د خپلو حاصلاتو، په ځانګړي ډول د غنمو د کمښت خبره کوي.
نوموړى د حاصلاتو د کمښت لاملونه د اوبو کمښت او د اصلاح شويو تخمونو نشتوالى بولي.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((سږکال مو د کارېز اوبه ډېرې کمې وې او تر پټي هم نه رسېدي، ټول کال مې ماشين ته تېل په بيه اخيستل او غنم مې خړوبول، څومره پيسې چې مې په تېلو ورکړې، د هغه نيمايي غنم هم لاس ته نه دي راغلي.))
د ده په وينا، چې سږکال په غزني کې تر ټولو کلونو تېل ګران وو او هر ځلې چې به يې غنم خړوبول، له ۴زرو تر۵ زرو افغانيو تېل به يې ورته اخيستل.
اسدالله زياتوي، کومې پيسې چې يې په تېلو ورکړي دي، که په هغه يې غنم اخيستي واى، ټول کال يې بس وو.
نوموړى دغه راز د اصلاح شويو تخمونو د کمښت خبره هم کوي او وايي، چې که له دوى سره د اصلاح شويو تخمونو مرسته شوې واى، بيا به يې هم يو څه حاصلات ښه واى.
د هغه په خبره، کوم تخمونه چې به پخوا خلکو کرل، اوس هغه نشته او ټول بهرني تخمونه دي.
ده زياته کړه: ((پخوا داسې تخمونه وو، چې هره دانه يې لکه د جوارو په اندازه وه او ډېر درانده تخمونه وو، اوس پاکستاني او يا هم هندي تخم دى، چې هېڅ حاصل نه ورکوي.))
د غزني د ده يک ولسوالۍ د علي کلا اوسېدونکى عبدالعليم هم غنمو ته په خپل وخت د اوبو نه رسېدل د حاصلاتو د کمښت تر ټولو لوى لامل ګڼي.
نوموړى وايي، چې د تېلو د بيو لوړوالى او په غزني کې د سختو بادونو او په دغه ولايت کې څه موده وړاندې د سختې ږلۍ د اوريدو له امله هم غنمو ته او د دې تر څنګ نورو حاصلاتو ته پوره زيان ورسېد.
عبدالعليم زياته کړه: ((موږ خو نه کيمياوي سره په سترګو لېدلې او نه هم اصلاح شوي تخممونه، چې کله د کرنې رياست ته ورغلو هلته يې راته ويل، چې اصلاح شوى تخم او کيمياوي سره نشته او خلاصه شوې ده.))
د ده په وينا، تېر کال يې له خپلې ځمکې څخه ۵۰۰ سوه منه غنم ترلاسه کړي وو، خوسږکال يې ترې ۲۸۰ منه لاس ته راوړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دولت د نه پاملرنې له امله د دوى د کارېز اوبه تر ډېره وچې شوې دي او که لږ لرې يې خپلو پټيو ته څوک بيايي، نو نه رسېږي.
د غزني ولايت د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار هم مني، چې د غزني په يو شمېر سيمو کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله په سلو کې دېرش يا څلوېښت رالږ شوي دي.
نوموړي پژواک اژانس ته د حاصلاتو د کمښت لامل د اوبو کمښت، د بې وخته دوړو او بادونو رالوتل او د بې وخته بارانونو او ږلۍ اورېدل، په کارېزونو کې د اوبو وچېدل او د کروندګرو اقتصادي ستونزې يادې كړې.
د هغه په وينا، تېر کال يې اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې په خپل وخت بزګرانو ته رسولې وې، خو په کومه اندازه چې بايد ورکړل شوې واى په هغه کچه نه وې .
د کرنې رييس وايي، چې د راتلونکي کال لپاره يې د غزني د ده يک ولسوالۍ د کاويانو په سيمه کې د اوبو لپاره يو پراخ بند رغولى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې بند کې به د باران، واورې او له غرونو څخه راوتلې اوبه يو ځاى کېږي.
د ده په خبره، دغه بند د دې ولسوالۍ د څو کارېزونو په سر پروت دى، چې د اوبو درېدل به د کاريزنو په اوبو مثبته اغېزه وکړي.
عباسيار وايي: ((که چېرته په راتلونکي کال کې بارانونه او واورې زياتې وشي، نو په دغه بند کې به په زياته اندازه اوبه راټولې شي، چې د زيات شمېر بزګرانو دغه ستونزه به له منځه يوسي.))
غزني د هېواد په جنوب ختيځ کې پروت يو غرنى ولايت دى او ډېر شمېر اوسېدونکي يې په بزګرۍ بوخت دي، په دغه ولايت کې په ډېره کچه مېوه لکه انګور، زردالو، مڼې، ګيلاس، شفتالو او نورې مېوې ښه حاصل ورکوي.
د يادونې ده، چې نږدې يوکال مخکې د غزني والي موسى خان اکبرزاده ويلي و ، چې د ۱۳۹۱ کال په لومړۍ مياشت کې به د غزني په يو شمېر ولسواليوکې شاوخوا ۷۰ واړه او لوى بندونه ورغوي، خو تراوسه يواځې په ده يک ولسوالۍ کې يو بند رغول شوى.