خوست ښار (پژواک، ٢ زمرى ٩١): چارواکي وايي، چې د خوست د قلندر ولسوالۍ اجرائيه مدير د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شو.
د خوست له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ٢ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قلندر ولسوالۍ اجرائيه مدير نادر خان تېره ورځ ناوخته خپل کور ته د تلو پر مهال ووژل شو.
د سرچينې په وينا، دغه پېښه د خوست د مرکز اړوند د متون د ستر مزغور په سيمه کې رامنځ ته شوې.
خبرپاڼه کاږي، چې وژل شوى مدير لومړى ناپېژاندو وسلوالو له خپل موټر څخه ښکته کړ او وروسته يې په ډزو وواژه.
سرچينه وايي، چې وژل شوى نادرخان د خوست ولايت په بېلابېلو ادارو کې له ډېر وخت راهيسې پر دندو بوخت و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د وژل شوي مدير وژونکي ژر تر ژره ونيسي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دغه پېښه خواشيني ښودلې .
ددې وژنې مسووليت تراوسه چا پر غازه نه دى اخيستى.