ژبه

پر افغانستان د پاکستان د بريدونو په اړه د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي سره خبرې کوي

عبدالمعيدهاشمى

۸ زمری ۱۳۹۱ - ۱۶:۰۷

Views: ۶۳

کابل (پژواک، ٨ زمرى٩١): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو د پاکستان له خاورې د بريدونو د پوره مخنيوي لپاره، په نږدۍ راتلونکې کې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي سره خبرې کوي.

 له تېر کال راهيسې په وقفه يي ډول له پاکستان څخه پر افغانستان توغنديي بريدونه کيږي ، چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په نږدې راتلونکې کې به  د همدې بريدونو د پوره مخنيوي په اړه د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي په جلال اباد کې سره خبرې وکړي.

دى وايي، چې په دې ناسته کې به د يادو بريدونو په اړه څېړنه وشي. 

 د موسى زي  د معلوماتو له مخې، ولسمشر حامد کرزي ويلي، د ډيورند کرښې په اوږدو کې کله ناکله ستونزې رامنځته کېږي، خو دا د افغانستان لپاره د منلو نه ده ، چې د ډيورنډ له پورې غاړې ،د افغانستان پر کليو توغندي وتوغول شي.

موسى زي وويل ، چې د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماتيک ارګان په توګه، ددې بريدونو د مخنيوي لپاره په خپل وخت خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.

د زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت خپل اعتراض او اندېښنه ددې پېښو په اړه پاکستاني چارواکيو ته رسولې او له هغوى يې د ديپلوماتيک عرف په چوکاټ کې غوښتي ، چې دې بريدونو ته په پوره توګه د پاى ټکى کېږدي.

  د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم تېره اونۍ په دې اړه بحث وشو او ولسمشر اړوندو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې اړه راپور وړاندې کړي .

ايساف که څه هم تراوسه له دې بريدونو بې خبري  ښوده، خو دافغان چارواکيو له کلکو غبرګونونو وروسته يې تېره اونۍ دغه بريدونه وغندل.

موسى زي همداراز د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې تاجکستان  د ځينو امنيتي دلايلو له مخې، د افغانستان پرمخ خپله پوله تړلې ده.

موسى زياته کړه:(( دا په دې دليل دى، چې دافغانستان امنيت دتاجکستان امنيت دى ، دپولې تړل ددې خاصو امنيتي عملياتو پورې ارتباط لري، ترڅو هغه عناصر ، چې د تاجکستان جمهوريت ورپسې دى او غواړي ، چې هغوى ونيسي ونشي کولى، چې له قانوني سرحدونو عبور مرور وکړي .))

ده وويل ،چې د افغانستان يو لوړپوړى پلاوى د کورنيو چارو د وزير بسم الله محمدي په مشرۍ، چې د ملي امنيت مشر او د دفاع وزارت د اوپراسيون مشر هم ورسره دي تاجکستان ته تللي وو، ترڅو د امنيت د تامين او د “ترهګرو” د ځپلو په برخه کې له تاجکستان سره خپل ملاتړ څرګند کړي.

موسي زي وويل ،چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله د لنډې مودې لپاره تړل شوې، چې د خاصو عملياتو په پاى ته رسېدو سره به پوله بېرته پرانېستل شي