کابل (پژواک، ۲۵غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د کورش، سامبو او رستمي غېږنیونې فدراسیون وایي، افغان ورزشکار محمدظاهر سروري د کورش پنځلسم پړاو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د کورش، سامبو او رستمي غېږنیونې فدارسیون رییس سید محمدضیاء دشتي نن پژواک ته وویل چې د کورش پنځلسم پړاو اسیایي سیالیو کې محمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو وزن کې د برنزو مډال وګاټه.
دغهراز، په دغو سیالیو کې تېره ورځ دوو افغان ورزشکارانو معراجالدین چکمار او ذبیحالله احساني دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي وو.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب روانې دي چې د ۲۸ هېوادونو ورزشکارانو ګډون پکې کړی دی.
له افغانستانه په دغو سیالیو کې شپږو ورزشکارانو برخه اخیستې ده.