غزني ښار-اسعداباد (پژواک ۲۳ زمرى ۹۱): چارواکي وايي، چې په غزني کې په تېرو۲۴ ساعتونو کې ۱۳ او په کونړ کې ١٧ وسلوال طالبان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
په غزني کې د ملي امنيت د رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار د غزني په رشيدانو ولسوالۍ کې دوه وسلوال هغه مهال ووژل شول او دوه ټپيان دي، چې په لويه لاره کې يې ماينونه خښول او ماين پرې وچاودېد.
د سرچينې په وينا، د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د هوايي بريد پر مهال شپږ بهرني او دوه افغان وسلوال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې درې وسلوال طالبان هغه مهال ووژل شول او يو ټپي شو،چې غوښتل يې په ياده ولسوالۍ کې د ولايتي بيارغونې پر مرکز توغندي وتوغوي، چې د بهرنيو ځواکونو له لوري په نښه شول.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د کونړ په دوو ولسواليو کې، په بېلابېلو پېښو کې ١٧ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د زمري په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د وټه پور ولسوالۍ د چنار بانډه په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٤ وسلوال طالبان ووژل شول.
د هغه په وينا، تر اوسه د دې پېښې په اړه کره معلومات نه لري، چې په وژل شوو کې لوړپوړي وسلوال طالبان او بهرني وسلوال هم شته که نه؟
خو دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې په دغه بريد کې يې شپږ تنه طالبان وژل شوي دي .
عزيزالله واصفي وايې ، چې تيره شپه د خاص کونړ ولسوالۍ د شامکار په سيمه کې وسلوالو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
دده په وينا ، د ملي اردو ځواکونه يې مرستي ته ورغلي وو، چې په پايله کې يې دري وسله وال طالبان او د ملي اردو يو افسر وژل شوى او بل سرتيرى ټپي دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولي او ددوې دوه تنه ملګري ټپيان شوي دي.