Language

د امريکا نوى سفير: افغان دولت بايد د اصلاحاتو راوستو کړې ژمنې پوره کړي

کابل(پژواک،٢٣زمرى٩١): په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير وايي، افغان دولت بايد د اصلاحاتو راوستو کړې ژمنې پوره کړي، ترڅو د نړيوالې ټولنې د هڅو برياليتوب ډاډمن شي.

په کابل کې د امريکا نوي سفير جيمز کننګهام نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې امريکا او نور نړيوال ملګري به يې د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې د افغانستان د دولت له هڅو ملاتړ وکړي.

ده  زياته کړه، ډېر کارونه دي، چې د اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان په دولت پورې اړه لري، چې د دولت په اجنډا کې وي.

هغه وويل ،چې د افغانستان حکومت بايد د ښې حکومتدارۍ ، د قانون د واکمنۍ، ښوونې او روزنې، د محاکمو د اصلاح او د قاضيانو او څارنوالانو د روزنې،په برخه کې کړې ژمنې  پرځاى کړي.

ده وويل:(( نړيواله ټولنه به ددې چارو په عملي کولو کې د افغانستان د دولت ملاتړى وي.))

دده په خبره ، د توکيو په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان دولت ته دا پيغام ورکړل شو، چې که د نړيوالې ټولنې د سياسي او مالي ملاتړ دوام غواړي، نو ښه حکومتداري او اصلاحات دې رامنځته کړي.

هغه ، د اصلاحاتو راوستو او اداري فساد د مخنيوي په موخه د ولسمشر کرزي وروستى فرمان ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه ، چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

په فرمان کې له لوړ پوړو دولتي چارواکو غوښتل شوي، چې د کادرونو د مقرريو او استخدام پر مهال له سپارښتنو او وساطت ډډه وکړي او همداراز دې په فساد د ککړو کسانو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

ولسمشر په فرمان کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره اړوندو ادارو ته په جديت لارښوونه کړې او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې امر کړى ، چې په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.

د امريکا سفير وويل ، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د افغانستان دولت ته پکار ده، چې له بهرنيانو،  افغانانانو    ته د مسووليتونو د لېږد په دوره کې ورسپارل شوې دندې په سمه توګه ترسره کړي.