مزارشريف ( پژواک ١١ وږى ٩١ ) : د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې يې پر سيمه ييزو امنيتي چارواكو كېدونكى ځانمرګى بريد كوونكى نيولى دى.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال سالم احساس د وږي په ١١مه، په خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې د ياد ولايت د بلخ ولسوالۍ پر امنيه قوماندان كېدونكى ځانمرګى بريد يې شنډ كړى او بريد كوونكى يې نيولى دى.
نوموړي زياته كړه،چې ياد بريدکوونکى غلام حيدر نوميږي،د بغلان ولايت اوسېدونكى او ۱۸ کاله عمر لري، چې په پاكستان كې د يوې ديني مدرسې طالب دى.
د هغه په وينا، بريد کوونکي منلې، چې دى د بلخ ولسوالۍ پر امنيه قوماندان د ځانمرګي بريد په موخه دغه ولايت ته راغلى و.
د هغه په وينا، د ځانمرګى بريد په تور نيول شوي تن دا هم منلې ، چې له وسلوالو طالبانو سره تړاو لري او په پاكستان كې ورته په افغانستان كې د ځانمرګي بريد روزنه وركړل شوې ده.
د ځانمرګي بريد په تور نيول شوي تن ،چې رسنيو ته وښودل شو، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دى د بغلان ولايت د مركزي بغلان ولسوالۍ د ملا خېلو كلي اوسېدونكى دى.
نوموړي زياته كړه: ((زه د ديني تعليم لپاره پاكستان ته تللى وم، د پېښور په شېراباد كې د ملا غوث الدين په نامه د يوتن په مدرسه كې مې درس وايه ،هملته يې راته په درسونو كې ويل، چې په افغانستان كې كافران دى، بايد جهاد ته لاړشوو.))
د هغه په وينا، ده ته ويل شوي و، چې د بلخ ولسوالۍ امنيه قوماندان كافر دى،كه چا ووژاه، نو جنت ته به لاړ شي.
غلام حيدر وويل، چې ده ته يې لومړى امنيه قوماندان وښود او بيايې پرې د ځانمرګي بريد حكم وكړ؛ خو نوموړي زياته كړه، چې كله يې قوماندان وليد، نو پوه شو، چې مسلمان دى نو له بريد څخه په شا شو.
نوموړي زياته كړه، چې په همدې وخت يې كې د ځان د خلاصون هڅه كوله، چې پوليسو ونيو.
امنيه قوماندان پاسوال احساس د بلخ ولايت امنيتي حالات ډاډمن وښودل؛ خوويې ويل، چې په ځنيو ولسواليو كې د سړك د غاړې ماينونو چاودنې وخت ناوخته كېږي، چې ځينې ستونزې راولاړوي.
نوموړي زياته كړه، چې په همدې موخه يې له تېرو څو ورځو راهيسې په د ياد ولايت په چهاربولك او چمتال ولسواليو كې د دويم توپان په نامه عمليات پيل كړي و، چې ښې پايلې يې لرلې.