اسعد اباد ( پژواک ٢٨ وږى ٩١ ) : د ولسمشردڅلورپنځوسم ګڼه فرمان له مخې، په کونړولايت کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ٤٦ تنه بنديان خوشې اودڅلورديرش نورو د بند په موده کې کموالى راغى .
دکونړ استناف څارنوالى رييس څارنيار محمدشعيب د وږي په ٢٨مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، دولسمشرحامدکرزي دڅلورپنځوسم ګڼه فرمان ، چې دهېواد ددرې نويمې کاليزې دخپلواکۍ اودکوچني اختر په مناسبت صادر شوى وو ، دکونړ له مرکزي زندان څخه ياد بنديان خوشې شول.
دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي ددې بنديانو د خوشې کولو پر مهال وويل ، چې د ولسمشر د فرمان له مخې، د زندانيانو په خوشې کيدو او دبندموده کې کموالى په ډير دقت سره ترسره شوى اوپه دې کې هېڅ راز درغلي اوحق تلفي نه ده شوې .
هغه له خوشې شويو بنديانو وغوښتل، چې خپلې ټولنې ته دښه نيت سره وګرځي اونور ژمنه وکړي، چې په غيرقانوني کړنو به لاس نه پورې کوي اودخپل هيواد بيارغونې اوپرمختګ لپاره نه ستړې کيدونکى هڅې وکړي.
د زندان امنيتي مرستيال سمونوال محمديوسف پژواک اژانس ته وويل، چې په زندان کې ټول درې سوه پنځه پنځوس تنه بنديان دي، چې له دوه سوه زيات يې سياسي بنديان دي .
يوسف زياتوي ،چې د خوشې شويو شپږ څلويښت بنديانو په کتار کې اووه تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي .
نوموړى وايي، چې دوى که څه هم دښځينه زندانيانو لپاره ځاى لري، خو د ښځينه پرسونل دنه شتون له امله اړ شوي دي ، چې دوه تنه ښځينه بنديانې ننګرهار زندان ته واستوي .
د يادونې ده ، چې دکونړ په مرکزي زندان کې د مسوولينو دويناله مخې، دوه څلويښت تنه پاکستاني وګړي زنداني دي، چې دبېلابېلو عملياتو پرمهال دافغان امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن