مزارشريف (پژواك ۱۲ تله۹۱): د بلخ چارواكي وايي، چې د ملي امنيت مسوولينو په دغه ولايت كې يوه زياته اندازه چاودېدونكي توكي نيولي دي.
د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد د تلې په ۱۲مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت مسوولينو اته بورۍ چاودېدونكي توكي (امونيم نايټرېټ) چې په يوه موټر كې ځاى پر ځاى شوي وو، نيولي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د نيول شوو يادو توكو په تور يو تن نيول شوى هم دى، چې په خپل جرم يې اعتراف كړى دى.
د هغه په وينا، دغه توکي له پروان ولايت څخه مزارشريف ښار ته لېږدول شوي وو، چې له دغه ځايه د دغه ولايت شولګر ولسوالۍ ته د لېږدېدو په حال كې ونيول شول.
د والي وياند وويل، چې له يادو چاودېدونكو توكو په بلخ ولايت کې د ورانکاره کړنو په موخه کار اخيستل کېده، چې د ملي امنيت د مسوولينو له خوا يې مخه ونيول شوه.
د بلخ ولايت اوسېدونكي هم د ملي امنيت د يادې لاسته راوړنې له امله د خوښۍ څرګندونه كوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونكي نورالدين پژواك اژانس ته وويل، چې دوى له خپلو امنيتي ځواكونو د نورو ورته هڅو تمه لري.
نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې د دولت د مخالفو وسلوالو هڅې مخې له ترسره كېدو مخکې شنډې شي؛ نو ورځ تر بلې به د سيمې په امنيت كې مثبت بدلون راشي.
د تېرې اوونۍ په اوږدو كې هم د يو شمېر چاودېدونكو توكو د نيولو له امله پر مزارشريف ښار د وسلوالو مخالفو د بريد مخنيوى شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن