Language

مدني ټولنې: ولسمشر غواړي پر رسنيو فشار راوړي

مزارشريف (پژواک ١٥ تله ٩١): د  بلخ ولايت د مدني ټولنو يو شمېر استازي د رسنيو په اړه د ولسمشر حامد كرزي وروستۍ څرګندونې پر رسنيو د فشار راوستل بولي، خو ځينې يې بيا وايي، چې رسنۍ هم بايد د بيان د ازادۍ تر سيوري لاندې قانون تر پوښ لاندې نه كړي.

په مزارشريف كې د بشر د حقوقو او مدنې ټولنې د موسسې په بلنه د مدني ټولنې يو شمېر غړو او د رسنيو مسوولينو د تلې په ۱۵مه د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه ناسته وكړه.

ولسمشر تېره اوونۍ د وزيرانو شورا په غونډه کې ځينې رسنۍ تورنې کړې وې چې د ملي ګټو پر ضد فعاليت کوي.

دغه راز هغه زياته کړې وه، چې غربي رسنۍ  د افغانستان په اړه تبليغات کوي او بيا ځينې افغاني رسنۍ هماغه راپورونه خپروي.

په مزار شريف کې د يادې غونډې په پيل كې د بشر د حقوقو د مدني ټولنې موسسې د يوه غړي منوچهر ابراهيمي له خوا د رسنيو په اړه د ولسمشر د وروستيو څرګندونو په غبرګون اعلاميه ولوستل شوه.

په اعلاميه كې له هغو څرګندونو سره مخالفت ښودل شوى، چې له مخې يې ځينې رسنۍ د ملي ګټو خلاف بلل شوې او د عامه خلكو د ذهنيت د خرابولو پر هڅو  تورنې وې.

په ياده ناسته كې د رابعه بلخي راډيو مشرې مبيې خير اندېش وويل، چې ولسمشر پر رسنيو د حقايقو د پټولو په موخه د فشار راوستو هڅه كوي.

نوموړې زياته كړه، چې د ولسمشر په خبرو كې له ۲۰۱۴ كال وروسته د حالت يادونه شوې، چې ځينې افغاني رسنۍ يې د بهرنيو رسنيو پر پل ګام اېښودنه د اندېښنې وړ بولي.

د هغه په وينا، افغان رسنۍ حق لري، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته د حالت او د ټاكنو په اړه جدي كار وكړي او افغانان ترې خبر كړي.

خير اندېش وويل: ((له ۲۰۱۴ كال وروسته د حالاتو او ټاكنو په اړه غږېدل خو د ملي ګټو خلاف عمل نه دى.))

همداراز په مزارشريف كې د جنګ او سولې د راپور ورکوونکې ادارې (اي ډبليو پي ار) مسوول قيوم بابك د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې دولت له تېرو لسو كلونو د رسنيو پر وړاندې پړ دى.

نوموړي زياته كړه: ((دا به د منلو وي، چې ځينې رسنۍ به د ملي ګټو خلاف عمل كوي، خو ولسمشر ټوليزه خبره كړې، بايد هغه رسنۍ په ډاګه شي، چې داسې عمل يې كړى، چې د ملي ګټو خلاف دې وبلل شي.))

د هغه په وينا، له دې مخكې هم د دولت او رسنيو تر منځ داسې ډېرې ناندرۍ راپورته شوې، چې كومه ځانګړې ګټه يې نه ده لرلې.

خو د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق بيا د رسنيو په اړه د ولسمشر وروستۍ څرګندونې يوه اړتيا او قانوني وبللې.

نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر د بيان د ازادۍ خلاف كومه خبره نه ده كړې، بلكې ويلي يې دي، چې د بيان له ازادۍ دې سمه ګټه واخيستلى شي.

خليق وويل: ((ځيني خلك وايي، چې لا هم ملي ګټې تعريف شوې نه دي، دا سمه خبره نه ده، هر څوك پر ملي ګټو پوهېږي، كه چېرې پر ملي ګټو وليكو نو كاغذونه به ترې ډك شي.))

نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارلې، چې د هغو رسنيو مخه دې ونيسي، چې د هېواد د ملي ګټو خلاف كار كوي.

د هغه په وينا، د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د هېواد لپاره اړتيا وه او د قانون خلاف هم نه دي.

Related Topics