<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي، د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپینبولدک د لېږد امریت مسوولینو په خبره، دغه کسان د قانوني سندونو نه لرلو له امله بندیان وو چې په یاد امریت کې له ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تېرې مارچ میاشتې په ۲۶مه هم ویلي وو چې د پاکستان له بندخونو ۴۲۶ افغان کډوال ازاد شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.</p>