Language

په غزني کې د لسو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

غزني ښار(پژواک،٢١تله٩١) : ځايي چارواکي وايي ،په غزني کې د عملياتو پر مهال لس وسلوال طالبان وژل شوي ،خو د سيمې يوه اوسېدونکى وويل،چې  په دې عملياتو کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي.

د غزني د اندړو ولسوال محمدقسيم ديسيوال نن  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې  ددې ولسوالۍ په زرين کلا سيمه کې لس وسلوال طالبان  وژل شوي دي .

د غزني د والي وياند نبي جان هم د ديسيوال څرګندونې تاييد کړې.

خو د سيمي يو اوسېدنکى اختر محمد وايي ، چې په يادو عملياتو کې وسلوال طالبان نه ، بلکى څلور ملکي کسان وژل شوي دي .

هغه وايي ، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو په ياده سيمه کې پر يو کور هوايي بريد وکړ ، چې له امله يې دوه ښځې او دوه نارينه ووژل شول .

ايساف ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو وسلوالو طالبانو ويلي ، چې بهرنيو ځواکونو  په زرين کلي کې  ٧ عام وګړي وژلي دي .