ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: په تیرو ۹ مياشتو کې ماین چاودنو نږدې زر افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
21 Oct 2012 - 17:14
author avatar
21 Oct 2012 - 17:14

کابل ( پژواک ٣٠ تله ٩١ ) ملګري ملتونه وايي ،چې د روان زېږديز کال په لومړيو نهو مياشتو کې نږدې زرو  تنو افغانان ته د ماين په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر يوناما له خوا دتلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ماينونه دافغانستان په روانه شخړه کې دملکي وګړيو تر ټولو لويه وژونکې وسله ده.

سرچينې زياته کړې، چې د روان زېږديز کال ( ٢٠١٢)  په لومړيو نهو مياشتو کې ٣٤٠ ملکي وګړي د ماينونو د چاودنو له امله وژل شوي او ٥٩٩ نور ټپيان دي.

ملګرو ملتونو ويلي ،چې دا  شمېره د تېر کال دهمدې مودې په پرتله ٣٠ سلنه زياته شوې ده.

يوناما دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې دوه ورځې مخکې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له مله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩ ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

که څه هم ځايي چارواکو ددې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد نه يواځې د ا پېښه وغندله، بلکې په دې کې يې د طالبانو لاس لرل په کلکه رد کړل.

ملګرو ملتونو پرون ديوه راپور په خپرولو سره دا چاودنه وغندله او له وسلوالو طالبانو يې وغوښتل، چې د پرسونل ضد ماينونو له کارولو څخه دې ډډه وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې د طالبانو مشر ملا عمر په ١٩٩٨ زېږديز کال کې د پرسونل ضد ماينونو له کارولو څخه ممانعت اعلان کړى و.

سرچينې زياته کړه، چې د طالبانو مشر دغه کار د اسلام او بشريت ضد بللى و، خو د يوناما په وينا، طالبان اوس هم دغو کړنو ته ادامه ورکوي.

خو وسلوالو طالبانو د ملګرو ملتونو يادې ادعاوې او راپور په کلکه رد کړى او دا يې يو اړخيز ګڼلى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.