ژبه

د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول

توسط جاوېد هميم کاکړ

اکتوبر 30, 2012 - 1:54 pm

Views: 54

کابل ( پژواک ٩ لړم ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.

د ياد وزارت لخوا د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يادو سرتېرو ته مرګ ژوبله په هلمند، ميدان وردګ او غزني ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو او د ماين په چاودنو کې اوښتې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دوه سرتېري د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې وژل شوي او دوه ټپيان دي، دغه راز  په ميدان وردګ، غزني او هرات کې يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي، چې ټپي سرتېري بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

ددولت وسلوالو مخالفينو هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

وروسته له هغه ،چې د هېواد د ٧٠ سلنه خاورې دامنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو اوو مياشتو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو شاوخوا ٦٥٠ سرتېري وژل شوي دي.