Language

د هلمند په پوليسو کې د تصفيې پروسه پيل شوې ده

لښکرګاه (پژواک ١٤ لړم ٩١): د هلمند د امينه قوماندانۍ له لوري د هغو پوليسو پر وړاندې د اصلاح او څېړنې پروسه پيل شوې، چې له وسلوالو مخالفينو سره د اړيکو ساتنې ګومان پرې کيږي.

دغه خبرې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام نن (د لړم ١٤ مه) د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

د هغه په وينا، دغه پروسه يې وروسته له هغه پيل کړه، چې په  ګرشک ولسوالۍ کې د رامنځ ته شويو دوو پېښو پر مهال يو شمېر پوليس د خپلو ملګرو له خوا ووژل شول.

په ګرشک ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې پنځه پوليس د خپلو ملګرو له خوا لومړۍ مسموم او بيا ووژل شول.

د قوماندان په خبره، دويمه پېښه هم په ياده ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې رامنځ ته شوه، چې څلور پوليس ووژل شول او څلور نور پوليس يې له پوستې  نادرکه شول او ګومان کيږي، چې د وسلوالو طالبانو سره به يو ځاى شوي وي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې پېښې په غبرګون يې د ګرشک ولسوالۍ د قوماندان په ګډون درې ځايي چارواکي له دندو ګوښه کړي او په اړه يې څېړنې روانې دي.

الهام وويل: ((له يوې خوا د پوليسو په رهبرۍ کې نيمګړتياوې شته، له بله پلوه له وړاندې د پوليسو په جلب او جذب کې له بيړې کار اخيستل شوى، چې له امله يې وسلوالو مخالفينو خپل نفوذ د پوليسو په ليکو کې کړى دى.))

د ده په خبره، په ځينو پوستو کې غير مسوول او ناسوقه کسان هم په دندو ګومارل شوي او له همدې امله هم دغسې پېښې رامنځ ته کيږي.

دى وايي، هغه پوليس چې په تېر يوکال کې جلب شوي، په بشپړ ډول څېره شوي او د هغوى له خوا هېڅ دغه ډول پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

قوماندان زياتوي، چې پر بهرنيو ځواکونو شوي بريدونه بيا د پوليسو له خوا نه، بلکې د پوليسو له يونيفورم څخه په ګټه اخيستو ترسره شوي، چې له امله يې د تېرو درېيو کلونو په موده کې تر شلو ډېر بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن د ملي امنيت له خوا هغه پنځه سيمه ييز پوليس خبريالانو ته وښودل شول، چې دوه ورځې وړاندې په نادعلي ولسوالۍ کې له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي شوي وو.

د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په تېره اونۍ کې يې په ترسره شويو عملياتو کې ١١ تنه له طالبانو سره د تړاو په تور له لس ميله وسلو سره نيولي دي.

د هغه په وينا، په نيول شويو کې پنځه سيمه ييز پوليس هم شامل دي، چې د نادعلي په کوفکه  سيمه کې يې دنده ترسره کوله، خو له وسلوالو مخالفينو سره  يې اړيکې درلودې.

د يادونې ده، چې په هلمند کې په دوو وروستيو اوونيو کې دغه ډول پېښې ډېرې شوي، چې پر ترڅ کې يې څلور برېتانوي سرتېري او ١١ پوليس وژل شوي دي.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې پر بهرنيو ځواکونو د افغان امنيتى ځواکونو له خوا په شويو شاوخوا ٣٧  بريدونو کې  ٥٧ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.

 

Related Topics