کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا پر اهدافو د ایران د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو کچه څه باندې پنځه میلیارډ ډالره ده، خو د امریکا حکومتي بنسټونو ته نږدې سرچینو ویلي چې د زیانونو اصلي کچه له دې شمېرې څو برابره لوړه ده.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په غچاخیستونکو بریدونو کې د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا پر ۱۱ پوځي اډو کې تر ۱۰۰ ډېر هدفونه په نښه شوي او اوښتي زیانونه تر پنځو میلیاردو ډالرو ډېر اټکل شوي دي.
خو د امریکا حکومتي بنسټونو ته نږدې سرچینو «اېنبيسي نیوز» شبکې ته ویلي چې د دغو زیانونو بشپړ جزئیات له عامه افکارو پټ ساتل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د ایران د غچاخیستونکو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو اصلي کچه له هغې ډېر لوړه ده چې په رسمي ډول اعلان شوې ده.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو په پایله کې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.