لښکرګاه (پژواک ٢٣ لړم ٩١): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو له خوا په ترسره شويو عملياتو کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د لړم په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات نن سهار شاوخوا اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې د طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، ياد عمليات مازيګر مهال څلور بجې پاى ته ورسيدل، چې په ترڅ کې يې د څلور طالبانو پر وژلو او د يو پر نيولو سربېره يې څلور ميله کلاشينکوفونه، يو پيکا او يو امريکايي ټوپک نيولى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو په سيمه کې ٢٠ کړۍ ماينونه هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
فرهنګ وويل، چې د يادو عملياتو پر مهال پوليسو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په نهرسراج سيمه کې يې درې بهرني او ٢ کورني سرتېري وژلي دي.
نوموړى د خپلو کسانو مرګ ژوبله نه مني.