کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): نړیوال بانک اټکل کړی چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا څلور سلنه وده ولري.
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، تمه کېږي چې د کورني تقاضا د پیاوړتیا، د خصوصي پانګونې د زیاتوالي او د بېرته راستنېدونکو د تدریجي جذب له امله به د هېواد اقتصاد په ۲۰۲۶ کال کې وده وکړي.
د راپور له مخې، دا وده به د کورني بازار د پیاوړتیا، د خصوصي سکتور د پانګونې زیاتېدو او د کار بازار ته د بېرته راستنېدونکو د ښه جذب له امله رامنځته شي.
په راپور کې راغلي چې په منځني ختیځ کې روانې جګړې کولی شي د افغانستان اقتصادي وده ورو کړي او د بیو د لوړېدو (انفلاسیون) لامل شي، حتی که بدیلې لارې هم تر یوه حده وکارول شي.
د راپور له مخې، یو مهم خطر د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ پر مسیرونو ډېره تکیه ده، چې د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري ترې ترسره کېږي.
راپور خبرداری ورکوي چې د بېرته راستنېدونکو ناڅاپي او پراخ بهیر کولی شي په لنډمهال کې د سرانه عاید کچه لا راکمه کړي، ځکه د کار بازار د نوو کارکوونکو د جذب او د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
نړیوال بانک زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال له ۱.۹ سلنې ودې وروسته، د افغانستان ناخالص کورنی تولید په ۲۰۲۵ کال کې ۴.۸ سلنې ته لوړ شوی او تمه ده چې په ۲۰۲۶ کال کې به لږ څه راکم او ۴ سلنې ته ورسېږي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې له سختو بهرنیو فشارونو سره مخ و، لکه د بهرنیو مرستو کمېدل، له پاکستان سره د بندرونو اوږدمهاله تړل کېدل، وچکالي، زلزلې او له ایران او پاکستانه د کډوالو پراخ بېرته راستنېدل.