Language

په هلمند کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٢٨ لړم ٩١): د هلمند ولايت پوليسو ١١٤ کيلوګرامه نشه يي توکي له څلورو کسانو سره نيولي دي.

دغه نيول شوي نشه يي توکي او تورن کسان نن  (د لړم ٢٨مه) په لښکرګاه کې خبريالانو ته وښودل شول.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد نشه يي توکي پوليسو د موسى کلا ولسوالۍ د لنډۍ ناوې په سيمه کې نيولي دي.

د هغه په وينا، ياد نشه يي توکي، چې ٧٢ کيلوګرامه يې وچ ترياک او ٤٢ کيلوګرامه يې هيرويين دي، په دوو سراچه موټرو کې ځاى پر ځاى کړي وو.

فرهنګ وويل، چې پوليسو د پټو معلوماتو له مخې په سيمه کې عمليات ترسره کړل او ياد توکي يې له څلورو کسانو سره ونيول.

نوموړي زياته کړه، نيول شوو کسانو غوښتل دغه نشه يي توکي فراه ولايت ته ولېږدوي.

د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې نيول شوي کسان عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

پرون هم په ننګرهار، نيمروز او هلمند ولايتونو کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او درې کسان ورسره د تړاو په تور نيول شوي وو.

Related Topics