Language

لښکرګاه (پژواک ٢٩ لړم ٩١): د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولايت كې د عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناوې ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه كې، امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات پيل کړي او څلو ورځې به دوام وکړي.

فرهنګ زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان هر يو ملا عبدالواحد او ملا عبدالصمد وژل شوي او څلور ملګري يې ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتوكې د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics