کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩١): د پاکستان او انګلستان د پوځ مشران جنرال اشفاق پروېز کياني او سرډېوېډ ريچارډ کابل ته راغلي دي.
دا څرګندونې د ملي دفاع وزارت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وکړې.
سرچينې د دغه سفر د موخې په اړه څه ونه ويل.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم نن په يوه خبري ناسته کې په دې اړه يواځې دومره وويل، چې د يادو هېوادونو دغه چارواکي به د افغانستان د ملي دفاع وزارت له چارواکو سره ناسته ولري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن