منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:16 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د افغانستان د آزادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشی، د خپل سیال په وړاندې ماتې وخوړه

· 1 دقیقه لوستل · 124 کتنې

کابل (پژواک، ۹ حمل ۱۴۰۵): د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي، د اسپانیايي سیال فابیان سینټس پر وړاندې ماتې وخوړه او د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو فرصت یې له لاسه ورکړ.

د عبدالکریم بدخشی او فابیان سینتس لوبه تېره شپه د دبليو او ډبليو ایف سي (WOW FC) په ۲۸م پړاو کې د اسپانیا په بادالونا ښار کې ترسره شوه.

عبدالکریم بدخشی په درېیم پړاو کې د «سبمیشن» په تخنیک کې ماته وخوړه او د خپلې څوارلسمې مسلکي لوبې په ترڅ کې یې څلورمه ماتې تجربه کړه.

خو فابیان سینټس چې د اتلولۍ د کمربند ساتونکی و، بریالی شو او خپل کمربند یې وساته.