کابل ښار (پژواک ٤ ليندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزي د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې هغه ځانمرګى برید په کلکه وغانده، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د میدان وردګو ولایت د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، پرون سهار ۸:۲۰ دقیقې په یو مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي د دغه ولایت د احصایې ادارې ته څيرمه پر غځیدلې کوڅه کې وچول، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او یو شمير نور ټپیان شول ، چې په وژل شوو کې یوه ميرمن هم شامله ده.
حامدکرزي دغه ځانمرګى برید په کلکه وغانده او هغه یې د افغانستان د ملکي او بې ګناه وګړو پرخلاف د افغانستان د دښمنانو لخوا د روان ظلم لړۍ وبلله.
ولممشر د وژل شوو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن