لښکرګاه (پژواک ٥ لېندۍ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١٨ نور نيول شوي دي.
په دغه ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمدعلي شجاعي د لېندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د ملي اردو ځواکونو له خوا د مارجې او نادعلي په ولسواليو کې شپږ ورځې مخکې پيل شوي وو او پرون ناوخته پاى ته ورسېدل.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دولت ١١ وسلوال مخالفين ووژل شول او ١٨ نور ژوندي نيول شوي دي.
شجاعي وايي، چې د دغو عملياتو پر مهال يې وسلې، مهمات او ٢٠ کړۍ ماينونه هم ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، چې په يادو عملياتو کې يې نورو ملي ځواکونو هم مرسته وکړه او پر مهال يې دوى ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د هلمند امنيه قوماندان سمنوال عبدالنبي الهام وايي، چې تېره ورځ پوليسو د لښکرګاه-کندهار د لارې په اوږدو کې پرته په شاوه سيمه کې عمليات ترسره کړي او پر مهال يې د دولت څلور وسله والو مخالفين وژل شوي دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د عملياتو پر مهال يو ميل کلاشينکوف او دوه ميله پيکاوې هم ترلاسه شوې، خو پوليسو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
الهام وايي، طالبانو په ياده سيمه کې غوښتل د عاشورا مراسم ګډوډ او د هغو دولتي حاجيانو مخه ونيسي چې د حج له مراسمو لومړى کندهار او بيا هلمند ته ورځي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د ترخه ناور په سيمه کې د عملياتو پر مهال د خپلو دوو کسانو د وژل کېدو پخلى کوي او وايي، چې د ملي اردو ١١ سرتېري هم وژل شوي دي.