Language

د غويي د اوومې او اتمې په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان اسلامي امارت د «غویي اوومه» غندلې او «د غویي اتمه» یې بیا د هېواد د فتحي او ویاړ تاریخي ورځ بللې ده.

د خلق ډیموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه کودتا وکړه او د وخت د ولسمشر سردار محمد داوود جمهوري نظام یې ړنګ کړ؛ وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د حکومت پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه شوروي پوځیانو د یاد حکومت په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.

د افغانستان د خلکو مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦٦ کال د سلواغې ٢٦مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول  او د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاس ته ورغی، ورپسې په کابل کې د ځینو جهادي ډلو ترمنځ خپلمنځي جګړې پیل شوې؛ په دغو جګړو کې د نجیب د واکمنۍ یو شمېر جنرالانو هم برخه درلوده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۴۸ کاله مخکې د غويي میاشتې په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د یو شمېر کمونیستانو له خوا د افغانستان د وخت حکومت پر ضد نظامي کودتا وشوه او د کمونیستي تيري لپاره زمینه مساعده شوه.

هغه لیکلي: «دا کار د دې لپاره وشو چې د افغانستان خاوره اشغال کړي او پردۍ کمونیستي عقیده پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان  مجاهد او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نه ښود. په مېړانه يې پوره ۱۴ کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د غويي په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) ستره فتحه، کامیابي او استقلال ترلاسه کړ.»

مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت د غويي د ۷مې کودتا او د افغانستان په پاک حریم کمونیستي تجاوز غندي او د غویي اتمه بیا د خپل هېواد د فتحي، کامیابۍ د افتخار تاریخي ورځ بولي چې باید ټول یې شکر ادا کړي.

د اسلامي امارت ویاند لیکلي: «هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلي خلک خوښ و چې د خپل څوارلس کلن جهاد ثمره يې ترلاسه کړه او نور به په وطن کې د فتحي نعمت، ارامي او د خپلې خوښې د شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو د تنظیمي جګړو او خپل منځي اختلافاتو دا هرڅه په سیلاب لاهو کړه او د افغانستان د مسلمانو خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه یې ضایع کړل.»

ده زیاته کړې چې د غویي د اوومې او اتمې ورځې د رارسېدو په مناسبت یو ځل بیا یادونه کوي، اسلامي امارت لکه څنګه چې د وحدت او اتفاق په راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نافذولو لپاره تأسیس شوی و، هغه هدف ته رسېدلی، اوس د دې وخت دی چې له خپل شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي.

د ده په خبره، ‎افغانان باید د یو با ثبات او پر اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یوموټې او متعهد پاتې شي.