سرپل (پژواک ۸ لېندۍ ۹۱): په سرپل ولايت کې د ترافيکې پېښې له امله د يوې کورنۍ څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
د سرپل د ترافيکو مسوولين وايي، چې دا پېښه تېر ماښام د جوزجان –سرپل پر لويه لاره د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوه.
د سرپل د ترافيکو سرپرست مدير سمونوال جمشيد ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو نارينه، يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.
په دغه ټکر کې دواړه موټر هم ويجاړ شوي دي.
ناصري د جوزجان–سرپل سړک د موټرو ډېرواولي ته په کتو کم عرضه وباله او زياته يې کړه،: “موټر چلوونکي له ډېر سرعت نه کار اخلي، هغوی بايد دغه کار ونه کړي.”
د سرپل–شبرغان د لارې موټرچلوونکی عبدالحی وايي، چې دغه سړک د يوه شرکت له خوا قير شو، خو ګولايوې يې ورته جوړې نه کړې.
د يادونې ده، دوه مياشتې مخکې هم د شبرغان-مزارشريف پر لاره په ترافيکي پېښه کې نهه تنه لوبغاړی چې د فوټبال د سياليو لپاره کابل ته په لاره وو، مړه او ۳۶ نور ټپيان شول.