لښکرګاه (پژواک ٢٨ لېندۍ ٩١): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې ٣٥ کلنه پوليسه انارګله وايي، چې د پوليسو په ليکو کې يې د وسلوالو طالبانو د ظلم او نادودو له امله دنده پيل کړې ده.
انارګلې، چې د پوليسو يونيفورم يې پرتن و او ټيکرى يې له سره تاو کړى و، پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، د خپل ژوند هغه ناخوالې، چې په تېرو څو کلونو کې پرې راغلې دي، هغه اړ وېسته، چې د پوليسو ليکو ته راشي.
د هغې په وينا، شپږ کاله وړاندې يې په همدې ولسوالۍ کې، چې ناامني زياته شوه، جګړو زور واخيست، خلک کډوال شول، د طالبانو يوقوماندان ملاسيلاني له خپلو وسلوالو سره د هغې کور ته ورغى او زوى يې له دولت سره د تړاو په تور ونيو او له ځان سره يې يووړ.
نوموړې زياته کړه، چې طالبانو يې د زوى محمدعيسى سترګې د دې پر وړاندې وتړلې او ګواښ يې وکړ، چې مشرانو ته تر رسولو وروسته به يې له دې امله ووژني، چې له دولت سره مرسته کوي، خو د سيمې اوسيدونکو په زاريو او ننواتو ترې دوه ورځې وروسته بېرته راخوشې کړ.
انارګله وايي، له هغې ورځې، چې زوى يې د طالبانو له منګولو خلاص شو، خپله کډه يې لښکرګاه ته ولېږدوله او د يوې بلې پوليسې رابعې په مرسته يې د پوليسو په ليکه کې دنده پيل کړه او څلور کاله يې د لښکرګاه په زندان کې دنده ترسره کړه.
دې وويل: ((دوه کاله کيږي، چې بېرته د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته راغلې يم او په دې تېره موده کې، چې د پوليسې په توګه دنده ترسره کوم، مسلکې روزنه مې اخيستې ده، ټوپک، تومانچه مې زده کړي او په ټولو پوليسي مهارتونو بلده شوې يم.))
د هغې په خبره، د دوو کلونو په موده کې، چې په ګرمسېر کې ده، لسګونه ځلې يې په عملياتو کې برخه اخيستې او ولسوالۍ ته په ننوتونکې دروازه کې پلټنه کوي، چې څو ځله يې لاس ته راوړنې هم درلودې.
انارګلې وويل، چې اوس نه وېرېږي، مجرم پېژني، جګړه کولاى شي، چې څه موده وړاندې له لښکرګاه څخه ګرمسېر ته د تلو پر مهال د طالبانو له کمين سره مخ شوه، چې يواځې دوه پوليس ورسره وو، خو د خپلو ملګرو په مرسته يې وکولاى شول، چې طالبانو ته ماتې ورکړي.
د هغې په وينا، په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه يواځينۍ ښځينه پوليسه ده، خو په وار وار يې نورې ښځې هم هڅولي، چې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړي.
نوموړې وايي: ((که څه هم يو شمېر خلک رانه خوشاله دي، خو ځينو خپلوانو مې بيا له دې امله، چې په پوليسو کې يم، خپلوي راسره شلولې ده او د طالبانو دښمني مې هم پر غاړه اخيستې ده.))
د انارګلې په خبره، څه موده وړاندې يې طالبانو يو خوريى وواژه، بيا يې خلک د هغې له امله جنازې ته نه ورتلل، وروسته يې يواځې پوليسو جنازه وکړه او خاورو ته يې وسپاره.
هغې زياته کړه، چې اوس ساتنمنه ده، ١٢ زره افغانۍ تنخوا لري، خاوند يې د کرنې په کارونو بوخت دى، پنځه زامن او پنځه لورګانې لري، ژوند يې ښه تېريږي، خو تر دې وړاندې ډېرې خوارۍ پرې تېرې شوې دي او اوس ٣٥ کاله عمر لري.