کابل (پژواک ۲۹ لېندۍ ۹۱): المان، افغانستان ته د کدرونو د ستنولو پروګرام د افغان حکومت د ادارو د ټينګښت لپاره طرحه کړی او ملاتړ يې کوي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې په کابل کې د المان د مرستو له دفتره خپرې شوې، راغلي چې له دغه اقدام څخه يې موخه د افغان حکومت د ادارو او بنسټونو ټينګښت دی.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پروګرام له هغو افغان وګړو، چې په المان کې يې زده کړې کړې او غواړي خپل هېواد ته، په وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې د خدمت لپاره ستانه شي؛ ملاتړ کوي.
ياده خبر پاڼه زياتوي، چې افغان کارپوهان کولای شي له خپلې زده کړې، تجربې او د خپلې پېژندنې شبکې څخه په مناسب ځای کې استفاده وکړي او په دې توګه د خپل هېواد په اوږدمهاله پرمختګ کې برخه واخلي.
خبرپاڼه کې همدا راز ويل شوي، چې دغه شمېر افغانان کولای شي له المان او نورو نړيوالو ګډونوالو سره خپلې اړيکې ښې کړي او دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې د لوړو زده کړو وزارت د سکالرشيپ د تنظم او بهرنيو اړيکو د رييس دوکتور عزيز الله امير له قوله راغلي: “راستانه شوي کارپوهان کولای شي، د اوسني نظام توپيرونه په المان کې د خپلې پوهې ، علمي تجربو او همدا راز د اروپا د ژوند له شرايطو سره پرتله او په ښه ډول درک کړي.”
د ډاکتر امير په وينا، د دغه افغان کارپوهانو تجربې په افغانستان کې عامه خلکو ته په خدمت کې ښه والی راولي او د شته موازينو له نورم جوړونې سره به مرسته وکړي.
د هېواد د لوړو زده کړو وزارت دې سرچينې ويلي: “ياد کارپوهان به د افغانستان د فرهنګي او مذهبي برخو په درک کولو او له بهرنيو او کورنيو ژبو سره د ژورې بلدتيا په اساس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چاپېريال کې د کار کيفيت او اغېزمنيتا هم لوړه کړي.”
افغانستان ته د کدرونو ستنولو په نوم پروګرام د کډوالۍ او پرمختګ د نړيوال مرکز (CIM) له خوا د المان د فدرالي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په استازولۍ پلی کېږي.