Language

کابل (پژواک ٣مرغومى ٩١) : د الکترونيکي تذکرو په پروژه کې د کار کولو په موخه له څه د پاسه اتو زرو کسانو څخه ازموينه واخيستل شوه او وېش به يې په راتلونکې (سلواغې) مياشت کې پيل شي.

د کورنيو چارو وزارت د بشري سرچينو مشر سيدجمال سادات، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پروسه کې له سرټيم، د ثبت ارشد مامور، د ثبت مامور اوله ټولنيز کارکوونکي څخه ازموينه اخيستل کيږي.

د هغه په وينا، د ازموينې په دې پروسه کې ٣٠٠ ښځو هم ګډون کړى، چې له دې شمېرې څخه ٢٥٠ تنه يې د الکترونيکي تذکرې د ورکړې په پروژه کې په دندو ګومارل کيږي.

د سادات د معلوماتو له مخې،د الکترونيکي تذکرو د ورکړې د پروژې ازموينه څلور ورځې دوام کوي او په دې ازموينه کې هغه کسان ګډون لري، چې دولسم او يا له هغه څخه يې لوړې زده کړې، کړې وي.

د ده په وينا، دغه ازموينه يواځې د کابل لپاره اخيستل شوې او په ولايتونو کې د يادې پروسې لپاره وروسته بله ازموينه اخيستل کيږي.

هغه وايي، د کابل لپاره له يادو ټولو کسانو څخه ٥٥٠ تنه د الکترونيکي تذکرو د ورکړې په پروژه کې د کارکوونکي په توګه نيول کيږي، ترڅو پنځه پنځوس ټيمه ترې جوړ شي.

دى وايي، په ياده پروژه کې کارکوونکو ته له څلور سوو څخه تر اووه سوو امريکايي ډالرو پورې معاش ورکول کيږي او هېڅ کارکوونکى نه شي کولاى، چې له درېيو کلونو وړاندې خپل تړون فسخه کړي.

هغه زياته کړه، چې د روانې مياشتې په اوږدو کې د ازموينې پايلې اعلانيږي او د سلواغې په مياشت کې به د الکترونيکي تذکرو وېشل پيل شي.

سادات دا هم وويل، چې دغه ازموينه رڼه ده او هېڅ ډول درغلي په کې شونې نه ده.

خو د يادې ازموينې يوه ګډونوال محمدعابد پژواک ته وويل،چې د ازموينې د پروسې په روڼتيا شک لري.

هغه وايي، د الکترونيکي تذکرو د ورکړې په پروسه کې له ډېرو کسانو څخه ازموينه اخيستل شوې ده، خو د جذب کچه يې ټيټه ده او له امکانه لرې نه ده، چې يواځې هغه کسان په کې جذب شي چې واسطه لري.

د جميل په نوم يو بل ګډون کوونکى هم پر يادې ازموينې شک لري او وايي، د يادې پروسې په ازموينه کې د ګډون کولو د کارت له ورکړې څخه معلوميږي، چې دغه پروسه رڼه نه ده.

ده زياته کړه: ((د ازمويني د کارت د ورکړې پروسه د ليندۍ په ١٣مه بنده شوې وه، خو ځينو کسانو ته يې پرون هم کارتونه ورکړي، ترڅو په ازموينه کې ګډون وکړي.))

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکو هم ويلي وو، چې د سلواغې په مياشت کې به د الکترونيکي تذکرو وېش پيل شي.

د هغو د معلوماتو له مخې، دغه تذکرې به د نورو افغانانو ترڅنګ د  دولت، افغان وسلوالو مخالفينو ته هم ورکړل شي او الکترونيکي تذکرې د ځانګړې تکنالوجۍ پر بنسټ جوړيږي او هېڅ ډول جعل په دې تذکرو کې شونى نه دى.