مزارشريف (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، لكه څنګه چې په اساسي قانون او د هېواد په نورو قوانينو كې ملي ګټې ځاى لري، خو په هماغه كچه خوندي نه دي.
د روانې اونۍ له پيله د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په مزارشريف ښار كې بېلابېلې دولتي ادارې دغه اونۍ د اساسي قانون د اونۍ په توګه نمانځي، چې په همدې ترڅ كې د مرغومي په ۲۰مه د بلخ ولايت په مقام كې د اساسي قانون د اونۍ د نمانځنې په موخه غونډه جوړه شوې وه.
ياده غونډه، چې د بلخ ولايت مقام د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه، د يو شمېر دولتي چارواكو په ګډون په كې د مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس ډاكټر محمدافضل حديد غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د هېواد اساسي قانون د ټولو افغانانو لپاره د ملي وثيقې حيثيت لري.
خو نوموړي زياته كړه، لكه څنګه چې په اساسي قانون او د هېواد په نورو قوانينو كې ملي ګټې ځاى لري، خو په هماغه كچه خوندي نه دي.
د هغه په وينا، د بېلګې په توګه، د فساد د مخنيوي قانون شته؛ خو فساد ورځ تر بلې ډېرېږي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون شته؛ خو د ښځو ژوند لا هم خوندي نه دى.
د ولايتي شورا رييس د قانون د نه پلي كېدو پړه تر ډېره پر دولتي چارواكو واچوله او له هغوى يې د پلي كېدو هيله وكړه.
د هغه په وينا، عام خلك له اساسي قانون څخه نه دي خبر، خو كه چېرې ياد قانون له توپيري چلند پرته پلى شي؛ نو هر افغان به له خپل اساسي قانون سره مينه ولري.
د مزارشريف يو شمېر اوسېدونكي د اساسي قانون ورته نمانځنې بې ارزښته ګڼي او پر غونډو يې شوى لګښت ملي خيانت بولي.
د مزارشريف اوسېدونكى او د بلخ پوهنتون استاد ضمير څار پژواك اژانس ته وويل، چې اساسي قانون يواځې د كاغذ پر مخ پاتې دى.
نوموړي زياته كړه: ((دا هېڅ ارزښت نه لري، چې روانه اونۍ د اساسي قانون په نوم نومول شوې ده، ښه خو به دا وه، چې د دې پر ځاى د قانون د عملي كېدو لپاره څه چاره سنجول شوې واى.))
د هغه په وينا، كوم لګښت چې د اساسي قانون د نمانځنې په پلمه په يادو غونډو كېږي، د ملي خيانت تر كچې بې ځايه دى.
څار وويل، دوى هره ورځ په دولتي ادارو كې ګوري، چې پر كمزوري قانون پلى كېږي او زورور سرې سترګې ګرځي.
همداراز د دغه ښار بل اوسېدونكي صفت الله دانش وويل، چې د اساسي قانون له ټولو ستر ماتوونكي دولتي چارواكي دي.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې دولتي چارواكي لومړى پر خپل ځان اساسي قانون پلى كړي نو په اسانه كولى شي، چې دغه قانون په ټوله افغان ټولنه كې عملي كړي.
د هغه په وينا، په هېواد كې د امنيت نشتوالى هم د اساسي قانون له نه پلي كېدو سره ژورې اړيكې لري.
دانش وويل، كه چېرې اساسي قانون پلى شي نو عدالت منځ ته راځي او چېرې چې عدالت وي نو امنيت په خپله پيدا كېږي.
د يادونې ده، چې روانه اونۍ په بلخ ولايت كې د بېلابېلو دولتي ادارو له خوا د اساسي قانون د اونۍ په نوم نمانځل كېږي. تېره ورځ د سوداګرۍ خونې په همدې اړه غونډه درلوده.