ژبه

هند له افغانستان سره د نړۍوال چلند د بدلون غوښتنه وکړه

سهراب سروري

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۴

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي د امنیت شورا غونډه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د چلند د بیاکتنې او د دغه هېواد پر وړاندې له یوازې تنبیهي سیاستونو د واټن اخیستو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پرون (دوشنبه) په نیویارک ښار کې د دغه سازمان په مقر کې جوړه شوه.

د اېن‌ډي ټي‌وي د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د هند استازي پرواتنني هریش په دې غونډه کې ویلي چې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د پالیسو هغو وسیلو ته اړتیا لري چې موخه یې د افغانستان خلکو ته ګټه رسول وي، نه دا چې دغه هېواد لا ډېر منزوي کړي.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له ماموریت څخه د هند بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه هم غندلي دي.

ده د یوناما راپور ته په اشاره ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ‌ژوبله اوښتي ده.

هریش زیاته کړې: «د یوې عام‌وژنې پټول او د پوځي عملیاتو نوم ورکول، مجرم نه شي سپینولای؛ د ملکي وګړو وژل، معلولول او یتیمانول د ترهګرۍ ضد مبارزه نه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې یوناما د روان کال د غویي په ۲۲مه د افغانستان په ځینو سیمو کې د پاکستان د پوځي رژیم بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه په خپاره کړي راپور کې لیکلي وو چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې ۸۰۰ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

یوناما زیاته کړې وه چې په دې موده کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په ترتیب سره د کابل، کونړ او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتې او ډېری قربانیان یې نارینه وو.