غزني ښار (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩١): د غزني چارواکي وايي،چې ددې ولايت په محبس کې د بنديانو په خپلمنځۍ نښته کې يو تن وژل شوى او ١١ ټپيان دي.
د غزني د استيناف څارنوالۍ څارنوال عبدالرشيد عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر مهال د سياسي او جنايي بنديانو ترمنځ نښته وشوه.
ده زياته کړه، د يوه بندي پايواز غوښتل له خپل بندي سره وګوري، چې پوليسو له ده څخه د چايو ترموز نيولى، چې په کې يو ډول سپين پرمختللي مواد ځاى پرځاى شوي وو.
عابد وايي، پوليسو ياد کس نيولى او ترموز د موادو په اړه څېړنې روانې دي.
دده په وينا، د پوليسو د پلټنې په ترڅ کې له بنديانو ٤ نور دا ډول ترموزونه هم ترلاسه شوي دي.
د څارنوال عابد د معلوماتو له مخې، کله چې پوليسو له بنديانو ترموزونه راټول کړي، له دې وروسته هغوى پر پوليسو د بريد هڅه کړې او د وسپنې دروازې يې ماتې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، په دې وخت کې د محبس د سياسي او جنايي بنديانو ترمنځ نښته وشوه، چې يو تن په کې ووژل شو او ١١ ټپيان دي ، چې روغتون ته وړل شوي دي.
خو د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت، د څلورو وروړل شويو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
ده پژواک ته وويل، هڅه کوي ياد بنديان د لازياتې درملنې په موخه د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) روغتون ته ولېږدوي.
د غزني د استيناف څارنوالۍ څارنوال وايي، چې دغه راز محبس ته څېرمه د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ هم نښته شوې، چې د جزئياتو په اړه يې دمګرۍ معلومات نه لري.