Language

هلمند کې دوه پوليس ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٤ سلواغه ٩١): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه  پوليس وژلي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د سلواغې په  ٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته  د پوليسو پر  پلې ګزمه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي، يو ټپي او له چاودنې سره په تړاو يې يو تن نيولى دى.

د هوتک په وينا، د دې چاودنې هدف د ولسوالۍ امنيه قوماندان احمدشاه  و، خو هغه ترې روغ وتلى دى.

بلخوا طالب وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې په ياده  پېښه کې دوه پوليس وژل شوي دي.

Related Topics