کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې ۱۲ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی دی.
د یونیسف د افغانستان استازي تاجالدین ایوالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۱۲ میلیونه ماشومان د (پولیو) پر وړاندې واکسین شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې له دغه شمېر سره ۹۸ سلنه ماشومان تر پوښښ لاندې راغلي دي.
هغه دغهراز ویلي چې له ۱۶ میلیونه ډېرو کسانو د شري (سرخکان) واکسین هم ترلاسه کړی دی.
په پیغام کې راغلي: «۱.۶ میلیونه دوزه پنټا-۳ هم تطبیق شوي دي.»
ایوالي ټینګار کړی: «واکسین د انسانانو ژوند ژغوري او دا ډول پایلې زموږ د شریکانو د ژمنتیا ښکارندویي کوي. موږ د هغوی له ملاتړه مننه کوو.»