Language

په هلمند کې ٢٠٠ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

لښکرګاه (پژواک ٩ سلواغه ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سولې پروسې په مرسته ٢٠٠ زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې.

دغه کورس چې د شپږو مياشتو لپاره جوړى شوى و، نن (د سلواغې ٩مه) يې د زده کوونکو د فراغت مراسم  نيولي وو.

په لښکرګاه کې د توحيد په نوم د ټولنيزو او پرمختيايي چارو موسسې مسوول وحيدالله الفت پژواک اژانس ته وويل، چې د فارغو کسانو له ډلې ١٤٠ نارينه او ٦٠ يې ښځينه دي او په اوو بېلابېلو برخو کې يې زده کړې ترلاسه کړې دي.

د هغه په وينا، د دغه پروګرام مالي لګښت د سولې عالي شورا له خوا د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له بوديجې ورکړل شوى، چې په کې د خياطۍ، ترکاڼۍ، خامک ګنډنې، پرده جوړولو، رنګمالۍ او مستريتوب حرفې شاملې دي او فارغينو ته يې اړوند وسايل هم ورکړل.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه پروګرام په لړ کې هغه اته تنه هم شامل وو، چې د دولت له وسلوال  مخالفت څخه يې لاس اخيستى او د سولې له  پروسې سره يو ځاى شوي دي.

الفت وويل، چې نور زده کوونکي له بېوزلو او جنګ ځپلو کورنيو څخه دي او هر زده کوونکي ته يې د مياشتې پنځه زره افغانۍ هم ورکولې.

د ده په خبره، فارغ شوي کسان به د دغو زده کړو په ترلاسه کولو سره وکولى شي، تر دې وروسته په خپله کار وکړي او د خپلو کورنيو اقتصاد پر پښو ودروي.

د يادو مراسمو پر مهال د ولايت د دفتر رييس محمد لعل احمدي وويل، دوى هڅه کوي، چې دغه ډول پروګرامونه د ولايت په کچه ډېر کړي او ولسواليو ته يې هم وغځوي.

د دغه پروګرام يوه فارغ شوي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې په شپږو مياشتو کې يې د جنراټور د ترميم په برخه کې مسلکي زده کړه ترلاسه کړې او کولى شي، چې په اړوند برخه کې کار وکړي.

Related Topics