کابل (پژواک ١١ سلواغه ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ لوبډلې ACBXI د پاکستان د لاهور راوي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه پرون د پاکستان د لاهور ښار د باغ جناح په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې د دې پنځوس اوورېزې يوې ورځنۍ لوبې پچه د افغانستان کپتان نوروز منګل وګټله، خو لومړى يې د لاهور راوي لوبـډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.
د هوتک په وينا، د لاهور راوي ټوله لوبډله په پنځوسم اوور کې په ١٩٨ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ١٩٩ منډو هدف کېښود.
خو نوموړى وايي، چې د افغانستان لوبـډلې کپتان نوروز منګل د دې لپاره چې لوبغاړو ته د تمرين ښه چانس په لاس ورشي، دغه هدف يې ٢٦٠ منډو ته لوړ کړ.
د افغانستان له لوري کريم صادق درې، عبدالله عادل، نسيم بړېڅ او ګلبدين نايب دوه دوه او دولت خان يو لوبغاړى وسوځول.
فريد وايي، چې د افغانستان د کرکټ بورډ لوبډلې ياد هدف په نهه څلوېښتم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د کرکټ بورډ لوبډلې له لوري اصغر ستانکزي ٦٠، نوروز منګل او محب الله ٤٧، ٤٧، ناصر جمال ٣٨ او کريم صادق ٣٤ منډې جوړې کړې.
کريم صادق د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان چې په مارچ مياشت کې د انټرکانټېنينټال سياليو په لړ کې له سکاټلينډ سره يو شمېر سيالۍ لري، د تمريناتو په موخه ٢٢ کسيزه لوبـډله دا مهال د پاکستان په لاهور ښار کې په تمريناتو بوخته ده.
د تمريناتو ترڅنګ به د افغانستان لوبډله له ځايي او د پاکستان له الف لوبډلې سره يو شمېر شل اووريزې او پنځوس اووريزې لوبې هم ترسره کوي، چې شپږ لوبې به يې د پاکستان د ملي تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن