لښکرګاه (پژواک ١٦سلواغه ٩١): د مدني ټولنې د فدراسيون او دولتي چارواکو له خوا هلمند په داسې حال کې د سولې د کور په نوم ونومول شو، چې د دغه ولايت درې ولسوالۍ اوس هم د وسلوالو طالبانو په واک کې دي.
د مدني ټولنې د فدراسيون او رسنيو له يو شمېر استازو جوړ پلاوى درې ورځې مخکې د هلمند د حالاتو د ارزونې په موخه لښکرګاه ته راغلى و.
راغلي پلاوي له والي، ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د ليدنې ترڅنګ د دغه ولايت مارجې ولسوالۍ ته هم سفر وکړ.
د مدني ټولنې د فدارسيون راغلي پلاوي او دولتي چارواکو د سلواغې په ١٦مه په لښکرګاه کې د يوې خبري غونـډې پر مهال وويل، چې د ځايي قومي مشرانو او افغان ملي او بهرنيو ځواکونو په هڅو په هلمند کې امنيت ټينګ شوى او د خلکو په ژوند کې بدلون راغلى دى.
د هلمند والي محمدنعيم خبري غونډې ته وويل، په هغو ولسواليو کې چې د دولت تر واک لاندې دي، دولتي ادارې فعالې، امنيت يې ټينګ او د بيارغونه کارونه په کې پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د مدني ټولنې راغلي پلاوي په لښکرګاه کې د بېلابېلو ادارو ترڅنګ د له مارجې ولسوالۍ څخه ليدنه هم وکړه، چې په پايله يې دغه ولايت ته د سولې نوم ورکړ.
والي وايي، چې راغلى پلاوى به د دغه ولايت ستونزې په مرکز کې له اړوندو چارواکو سره شريکوي او ورته به د حل لارې ګوري.
نعيم خان وويل، چې افغان ملي پوځ د تېرو څو کلونو په پرتله نه يواځې تجهيز او پياوړى شوى بلکې له ځايي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره يې هم اړيکې ښې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې څلور کاله وړاندې هلمند د هېواد په کچه د ترهګرو، نړيوالې مافيا او د جنګونو مرکز و، خو اوس مهال په دې برخو کې ښه والى راغلى دى.
والي له ځايي او ملي سوداګرو هم غوښتنه وکړه، چې د حالاتو د ښه والي په موخه په دغه ولايت کې پانګونه وکړي تر څو له دې لاري هم په حالاتو کې ښه والى راشي.
د مدني ټولنې د فدارسيون مشر صديق منصور انصاري په خبري ناسته کې وويل، چې په ياد درې ورځني سفر کې يې له ځايي ادارو ليدنه وکړه او دوى خپلې پايلې ښې ارزوي.
هغه زياته کړه، چې د ولايت د مرکز لښکرګاه په ګډون په ولسواليو کې د ښې حکومتدارۍ نښې ليدل کېږي.
نوموړي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه هم د تجهيز او مسلک له پلوه پياوړي شوي، د دولت تر کنټرول لاندي سيمو کې ښه والى راغلى دى، خو په ځينو برخو کې لا هم ستونزې شته.
انصاري د ځمکو غصب، اداري فساد، د ښوونې روزنې ټکنى بهير، د کرنې صنعتي پارکونه او د بست د فابريکې نه فعاليت د ستونزو له ډلې څخه ياد کړل.
د مدني ټولنو فدراسيون مشر وويل ، هڅه يې دا ده چې ټولو سيمو او اوسېدونکو ته د متوازن انکشاف او عدالت زمينه برابره شي .
دغه راز د مارجې ولسوالۍ يو قومي مشر عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت او په ځانګړي توګه د مارجې ولسوالۍاوسېدونکو د خپل سر په قيمت کوکنارو له منځه وړي، د امنيت په راوستو کې يې مثبت رول لوبولى، له همدې مخې نن دغه ولايت ته د سولې نوم ورکول کېږي.
د ده په خبره، دولت او نړيوالې ټولنې د امنيت او سولې لپاره بنسټيز کارونه، نه دي کړي دغه راز د هلمند سيند له اوبو ډک او ګاونډي هيواد ايران ته بهيږي، خو ددوى ځمکې وچې پاتې دي.
هغه زياته کړه، چې د کرنيزو محصلاتو لپاره يې بازار او فابريکې نه دې جوړې او د برېښنا په برخه کې هم هېڅ بدلون نه دى راغلى.