Language

هلمند كې سلګونه كيلوګرامه نشه يي توكي ونيول شول

لښكرګاه (پژواك ۲۹ سلواغه ۹۱): د هلمند پوليسو په دوو بېلابېلو عملياتو كې ۱۲۴۰ كيلوګرامه ترياك او خام چرس نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د سلواغې په ۲۹مه پژواك اژانس ته وويل، د ګرمسېر ولسوالۍ پوليسو تېره ورځ د ريګو په سيمه كې زر كيلوګرامه خام چرس، چې په يو تراكتور كې ځاى پر ځاى شوي، نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې قاچاقبرو غوښتل نيول شوي چرس ګاونډي هېواد پاكستان ته ولېږدوي، خو پوليسو يې د ريګو په سيمه كې مخه نيولې ده.

د هغه په وينا، د تراكتور چلوونكى، مخکې تر دې چې پوليس سيمې ته ورسېږي، په تېښته  بريالى شوى دى.

دغه راز امنيه  قوماندان وويل، چې تېره ورځ د دېشو او خانشين پوليسو هم د خانشين په وزيراباد سيمه كې په دوو سراچه موټرو كې ۲۴۰ كيلوګرامه پاخه  ترياك نيولي دي.

د ده په خبره، د ترياكو د نيولو پر مهال له قاچاقبرو او وسلوالو طالبانو سره وسلواله نښته هم رامنځته شوه، چې له امله يې يو سراچه موټر سوځېدلى دى.

امنيه قوماندان وايي: ((د جګړې پر مهال پوليسو څلور موټرسايكل هم نيولي، خو قاچاقبر او وسلوال طالبان تر جګړې وروسته  په سيمه كې پټ شوي دي.))

د يادونې ده، د ځايي مسوولينو په وينا، په روان لمريز كال كې د هلمند پوليسو تر ۱۲ زره كيلوګرامه زيات نشه يي توكي نيولي دي.

Related Topics