کلات ښار(پژواک٣کب٩١) : په زابل کې له تېر کال راهيسې ٢٥ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شوي، خو لا هم په دې ولايت کې د ناامنيو او له پوهنې سره د ځينو خلکو د نه لېوالتيا له امله ١٣٣ ښوونځي تړلي دي.
دا څرګندونې د زابل د پوهنې مشر رحيم الله لودين د کب په دويمه د ولايت په مرکز کلات کې پژواک خبري اژانس ته وکړې .
ده وويل ، چې په دې ولايت کې له ٢٣٨ ښوونځيو څخه ١٠٥ يې فعال دي، چې د ٦ زره نجونو په ګډون ٤٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړه بوخت دي .
دى زياتوي : (( په ځينو لرو پرتو سيمو کې موږ ښوونځي لرو، هلته امنيتي ستونزې هم ډيرې نشته ، خو خلکو ته پوهاوى نه دى شوى ، چې خپل بچيان ښوونځي ته ولېږي .))
د لودين د معلوماتو له مخې ،د خلکو په مرسته له تېر کال راهيسې په زابل کې ٢٥ تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوي او د پوهنې رياست هڅې کوي ، چې د خلکو په مرسته نور ښوونځي هم پرانيستل شي.
ده د مسلکي ښوونکو او درسي توکيو کموالى د دې ولايت د پوهنې په برخه کې شته ستونزې وبللې او ويې ويل، چې د زابل ډيرى ښوونځي په کرايي خونو او يا هم تر شنه اسمان لاندې فعاليت لري.
خو هغه خوښې څرګنده کړه ، چې تېر کال په دې ولايت کې دارالمعلمين جوړ شوى او سږ کال يې اتيا تنه فارغان لرل.
ده هيله څرګنده کړه ، چې د دې دارالمعلين په فعاليت سره به په راتلونکې کې په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه لرې شي .
لودين په دې اړه ، چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره يې څه کړي ، وويل : (( څو ځله مې دا ستونزې له وزارت سره شريکې کړې دي، خو هغه څه يې چې کړي هغه کافي نه دي، موږ ډير څه ته اړتيا لرو.))
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان هم دا مني، چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېر ښوونځي په زابل کې تړل شوي ، چې د پرانيستو لپاره يې هڅې روانې دي . دى وايي چې په دې برخه کې دخلکو مرستې ته اړتيا ده .
د ايمان د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٥٥٠ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شوي او لا هم په هېواد کې ٤٧١ ښوونځي تړلي پاتې دي .
هغه زياته کړه ، چې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه نه يواځې په زابل، بلکې په ټولو ولايتونو کې شتون لري .
د ده په وينا، په زابل کې مسلکي ښوونکي ډېر کم دي او د دې تشې د ډکولو لپاره له نورو ولايتونو څخه مسلکي کسان دې ولايت ته د ناامنۍ له امله تګ ته زړه نه ښه کوي.
دى وايي په کار ده چې د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره د زابل ځوانان مسلکي زده کړو ته ملا وتړي.
خو ايمان زياتوي، چې ټولو فعالو ښوونځيو ته درسي توکي رسول شوي دي.
ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په زابل کې تر شلو ډېر ښوونځي ودانۍ لري او د نورو ودانيو د جوړولو لپاره يې هم د يوې نوې پروژې په چوکاټ کې هڅې روانې دي.
د زابل ولايت مرستيال والي محمد جان رسول يار هم وايي ، چې په دې ولايت کې له سلو ډير ښوونځي تړل شوي او يواځې ٢٠ ښوونځي ودانۍ لري .
هغه وايي ، له دې امله چې زابل هوايي ډګر نه لري ، دې ولايت په مياشتو او کلونو کې لوړپوړي حکومتي چارواکي نه ورځي ، ترڅو ددې ولايت ستونزې له نږدې وګوري .
د يادونې ده ، چې د روان مالي کال په بوديجه کې په زابل کې د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره يو ميليون امريکايي ډالر ځانګړي شوي دي .
خو د والي مرستيال وايي، چې په دې ولايت کې د پوهنې د چارو د ښه والي لپاره هڅې روانې دي .
دى وايي، چې درې کاله مخکې په دې ولايت کې يواځې ٣٩ ښوونځي فعال او پاتې نور تړلي وو.
هغه زياته کړه : ” ځينې نامرعي لاسونه ، د سيمې استخبارات او وسلوال مخالفين په زابل کې ښوونکي او زده کوونکي ښوونځي ته په تللو ګواښي .”
رسول يار وايي، چې له ولايتي بيارغونې ډلې سره يې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو او له خلکو ، قومي او جهادي مشرانو سره يې د ښوونځو د بېرته پرانيستلو په اړه خبرې کړې دي
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن