هرات ښار (پژواک ٦ کب ٩١): د هرات لومړنۍ محکمې د انسان تښتونې او وژنې په جرم درې تنه پر اعدام محکوم کړل.
په هرات کې د لومړنۍ محکمې رييس قضاوتمن عبدالرسول منصور د کب په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې درېيو تنو ته د اختطاف او وژنې په جرم له کره شواهدو وروسته د اعدام سزا او د جرم دوو نورو شريکانو ته يې د ۲۰ – ٢٠ کاله بند سزا واوروله.
نوموړي ياد محکومين د هرات د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي ياد او زياته يې کړه، چې دغو کسانو درې مياشتې مخکې په کهسان ولسوالۍ کې د يوه ډاکټر په ګډون د دوو سوداګرو زامن تښتولي وو، چې يو يې بيا وواژه.
د هغه په وينا، د جزا قانون له مخې، عبدالصبور، نجيب الله، او غلام محبوب پر اعدام محکوم شول او سيد محمد او راکب ته د ۲۰ – ٢٠ کاله بند سزا واورول شوه.
منصور وويل: ((د محکمې جريان عادلانه و، هر تورن ته د دفاع لپاره پوره وخت ورکړل شو او دا پرېکړه وروستۍ نه ده، محکومين په نورو محکمو کې له ځانه د دفاع حق لري.))
د يادونې ده، چې په هرات کې درې ورځې مخکې د يو بل ماشوم په وژنه هم دوو تنو ته د اعدام او ۶ تنه له ٦ تر ٢٠ کاله پر بند محکوم شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن