کابل ( پژواک٧کب٩١) : مشرانو جرګې په ايران کې د افغانانو اعدام په کلکه وغانده او له حکومت او نړيوالو حقوقي بنسټونو يې د دې کار د مخنيوي غوښتنه وکړه.
د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ خلک وايي، د دې ولسوالۍ پنځه تنه اوسېدونکي، چې په ايران کې اعدام شوي وو ، درې ورځې وړاندې په ياده ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.
مشرانو جرګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکي ، چې ايران څه موده وړاندې له افغانستان سره ژمنه کړې وه ، چې په دې هېواد کې په اعدام محکوم شويو افغانانو سزا به په عمري بند بدلوي، خو دا کار يې نه دى کړى او له خپلو ژمنو تېر شوى دى .
سرچينه زياتوي : ((د ايران غير عادلانه اعدامونو يوځل بيا د افغانستان د خلکو غم نور هم زيات کړ .))
په اعلاميه کې راغلي ، چې افغانان په تېرو دريېو لسيزو کې د خپلو ګاونډيو د پټو او ښکاره توطيو ښکار شوي او خپل سلګونه زره بچيان يې له لاسه ورکړي دي .
مشرانو جرګې له افغان حکومت او نړيوالو حقوقي بنسټونو غوښتنه کړې ، چې په ايران کې دافغانانو پټ اعدامونه هم افشا کړي او د مخنيوي لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي .
ولسمشر حامد کرزي دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د چارو ادارې ته دنده ورکړې، چې په ايران کې د افغان زندانيانود اعدام موضوع وڅېړي.
په څو وروستيو کلونو کې د نشه يي توکيو د قاچاق په تور سلګونه افغانان په ايران کې نيول شوي او اعدام شوي ، چې ډير يې د لوېديځو ولايتونو هرات ، فراه او نميروز اوسېدونکي وو .
تراوسه د افغانستان او ايران دولتي سرچينو نه دي ويلي ، چې څو تنه افغانان په ايران کې پر اعدام محکوم دي ، خو مدني ټولنو او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي ، چې په اېران کې ٢زره افغانان په اعدام محکوم شوي دي .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن