کابل (پژواک٧کب٩١): د نورستان چارواکي وايي ، چې تېره شپه وسلوالو کسانو ددې ولايت د وايګل ولسوال مولوي رحمت الله رحمت کور سوځولى او د هغه د کورنۍ غړي يې وهلي دي.
د نورستان والي تميم نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا ولسوالي له تېرو درېيو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده او د ولسوال کور هم ددې ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سيمې کې وو.
نورستانى وايي، چې طالبانو تردې وړاندې هم د ولايتي شورا د مشر په ګډون د ځينو نورو دولتي چارواکيو کورونه سوځولي دي.
د وايګل ولسوال مولوي رحمت الله رحمت، چې دا مهال په يوه رسمي سفر ننګرهار کې دى، پژواک خبري آژانس ته وويل ، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې دده پر کور حمله کړې ده.
دى وايي، چې طالبانو لومړى دده د کور غړي (څلور کوچني ماشومان، درې نجونې ،څلور هلکان او دوه مېرمنې) ډبولي دي او بيا يې کور ته اور اچولى دى.
رحمت وايي، چې د کور غړي يې دا مهال په همدې ولسوالۍ کې په روغتون کې دي.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې کورنۍ ته يې سرپناه برابره کړي.
د نورستان والي وويل ، چې له ولسوال سره د مرستې په موخه به له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د هغه په وينا، د وايګل د ولسوال کور د ملا يوسف په نامه د يوه طالب لخوا ، چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه دې ولايت ته راغلى، سوځول شوى دى.
دى وايي ، چې ملا يوسف له پاکستان څخه پيسې راوړي او په خپلو کسانو يې ويشي، ترڅو د دولتي کارکوونکو کورونه وسوځوي.
هغه زياته کړه ، چې د قومي تړون له مخې، په دې ولايت کې څوک نشي کولى، د کوم قوم غړي ووژني.
نورستاني وويل، چې په وار وار يې په کابل کې له چارواکيو غوښتنه کړې، چې ددې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره اقدام وکړي، خو تراوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.
د رحمت الله د کور د سوځولو په اړه تر دې مهاله د دولت وسلوالو مخالفينو څه نه دي ويلي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن