Language

جلال اباد (پژواک ٩ کب ٩١): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او لږ تر لږه شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

دا څرګندونې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې دغه چاودنه نن مازديګر شاوخوا څلور بجې د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې رامنځته شوه.

يو عيني شاهد زاهدالرحمن وايي، چې چاودنه د مارکو بازار د يوه مارکېټ مخې ته په يو ټلوېزيون کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

دغني خېلو ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک يو ډاکټر رحمان ګل وايي، چې دغه روغتون ته له يادې پېښې اووه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت نازک و، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د جلال اباد ملکي روغتون ته ولېږدول شول.

ده وويل، چې پاتې نور ټپيان د غني خېلو په کلينيک کې تر درملنې لاندې دي.

د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics