Language

کابل ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : امريکا اعلان وکړ، چې د برازيل له يوې کمپنۍ څخه  د ٢٠١٤ په اوږدو کې د افغانستان هوايي ځواک ٢٠ الوتکې اخلي .

د امريکا د دفاع وزارت وياند جارج ليـټل تېره ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل ، چې د برازيل دغه کمپني سايرا نيوادا نوميږي او دامريکا هوايي پوځ په دې برخه کې ورسره د ٤٢٧ ميليونه ډالرو په ارزښت قرارداد کړى دى.

د هغه په وينا، ددې قرارداد له مخې به ياده کمپني افغان هوايي ځواک ته ددې الوتکې په اړه بېلا بېل ډول روزنيز پروګرامونه هم جوړوي.

د ليټل په وينا، د امريکا ددفاع وزارت مرستيال اش کارټر په دې اړه تېره ورځ د برازيل ددفاع وزير سيلسو اموريم سره او په دې اړه يې ورسره خبرې وکړې.

د امريکا دفاع وزارت وياند وايي، چې دغه الوتکې د ٢٠١٤ کال تر پسرلي پورې دافغانستان هوايي ځواک د لا پياوړتيا لپاره هغوى ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه ، چې ددې الوتکو ورکړې اوقرارداد سره امريکا خپلې هغه ژمنې پلي کوي، چې غواړي دافغانستان هوايي ځواک فعاله او پخپلو پښو ودروي.