کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۵): د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په دوبۍ کې د دغه سازمان له لوژستیکي مرکزه د ۷۸.۵ ټُنه ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو یوه جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.
دغه سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې جوپه کې د شري ناروغۍ درملنې کېټونه، د سینهبغل درمل، پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد، د جراحي وسایل او نور اړین توکي شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا حیاتي تجهیزات به له ۴۱۹ زرو ډېرو کسانو سره مرسته وکړي او په ټول هېواد کې به د ۱۳ زره او ۶۰۰ ژوند ژغورونکو جراحي عملیاتو ترسره کېدو زمینه برابره کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د دې لېږد د اسانتیا لپاره له متحده عربي اماراتو مننه کړې او همدارنګه یې له خپلو تمویلوونکو او شریکانو د افغانستان په کچه د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو د دوام د ملاتړ له امله مننه څرګنده کړې ده.