Language

د هرات د يوه څارنوال د وژنې په تور دوه تنه ونيول شول

هرات ښار (پژواک ١٤ کب ٩١): د هرات سيمه ييزو چارواکو د يوه طالب قوماندان د وژلو او د دوو نورو وسله والو د نيولو خبر ورکړ.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي نن (د کب ١٤مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې ياد طالب قوماندان ملا عبدالرحيم نومېده او په کشک کهنه ولسوالۍ کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال دوه نور وسله وال نيول شوي دي.

دغه راز امنيه قوماندان په جلا عملياتو کې د دغه ولايت د څارنوالۍ د جزا دېوان د عمومي رييس څارنوال عبدالرحيم په وژنه کې د دوو تنو تورنو د نيول کېدو خبر هم ورکړ.

ياد څارنوال يوه مياشت وړاندې په ګذره ولسوالۍ کې په داسې مهال د وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو، چې له دندې خپل کور ته پر لاره و.

امنيه قوماندان زياتوي، په پېښه کې پوليسو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتی.

کشک کهنه د هرات ښار شمال ته په ۱۵۵کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې يوه اونۍ مخکې هم د نويد په نوم عمليات په کې ترسره شول.

Related Topics