Language

د کندوز بريد د ولسي جرګې د رييس د پلار او ورور په ګډون ١١ تنه وژلي

څلورم تعقيب – کندوز (پژواک ٢٤ کب ٩١): د کندوز په ځانمرګي بريد کې د ولسي جرګې د رييس د پلار او ورور په ګډون د وژل شوو شمېر ١١ تنو ته ورسېد.

دغه پېښه تېر ماښام شپږ بجې د امام صاحب ولسوالۍ مرکز باسوس ساحه کې د وزلوبې په يوه ميدان کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د وزلوبې سيالۍ د پاى ته رسېدو په حال کې وه.

 ځانمرګي د امام صاحب امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم ته نږدې، چې د ولسي جرګې د رييس ورور دى، ځان ته چاودنه ورکړه.

ځايي امنيتي چارواکو تېره ماښام د ولسي جرګې د رييس د پلار حاجي شېرخان او د هغه د ورور سمونوال عبدالقيوم په ګډون د شپږ تنو د وژلو خبر ورکړى و.

خو د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق نن (د کب٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ځانمرګي بريد کې ١١ تنه، چې د امنيه قوماندان زوى او د هغه د تره زوى هم شامل دي، وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې پاتې نور وژل شوي د امنيه قوماندان ساتونکي او ملکي وګړي دي.

 خليق وايي، چې په دې پېښه کې د شېرخان بندر د نفتي توکو مرستيال او د ولسي جرګې د رييس ورور حاجي اسدالله له نورو اوو کسانو سره ټپي شوى او ټپيان د درملنې لپاره د امام صاحب حوزوي او په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

يوه عيني شاهد محمدعزيز وويل : ((وزلوبه تازه پاى ته رسېدلې وه، د دولتي چارواکو په ګډون په سلګونو کسان موټرو ته  د ختو په حال کې و، چې ناڅاپه  وېروونکې  چاودنه وشوه، خلک وارخطا شول او هرې خوا ته يې منډې وهلې.))

هغه وايي، چې له چاودنې لږ وړاندې ولاړ و، که څه هم زيان ورته نه دى رسېدلى، خو تر اوسه هم د ګنګسوالي نښې احساسوي.

محمدعزير زياته کړه، چې  د خلکو په مرسته يې لس مړي او يو شمېر ټپيان  روغتون ته د لېږدولو په موخه موټرو ته پورته کړي دي.

د کندز د عامې روغيتا رييس سعد مختار وايي، اوه ټپيان د امام صاحب روغتون او د کندوز ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د شېرخان بندر د نفتي توکو د مرستيال روغتيايي حالت ژور و او د سمې درملنې لپاره  په کندوز کې د المان د بيارغونې ډلې (PRT)  روغتون ته لېږدول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ټول ناروغان تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.

ولسمشر کرزي هم دغه بريد، چې تر اوسه يې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، په کلکه غندلى دى.

د هغې خپرپاڼې له مخې، چې له ارګ څخه پژواک اژانس ته را استول شوې، ولسمشر کرزي ويلي: ((ترهګرو يو ځل بيا زموږ بې ګناه هېوادوال، چې د وزلوبې نندارې ته راغونډ شوي وو، په وينو او خاورو ولړل.))

ولسمشر کرزي زياته کړې، په دغو مراسمو کې د ترهګرو د ادعا خلاف، چې خپل ځانونه د بهرنيو ځواکونو دښمنان ګڼي، هېڅ کوم بهرنى سرتېرى نه و، بلکې هلته سپين ږيري، ځوانان او ماشومان د وزلوبې نندارې ته راټول شوي وو.

هغه د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، د ولسمشر سلاکار او د ولسي جرګې د رييس ورور عبداللطيف ابراهيمي، چې تر دې وړاندې د کندوز، فارياب او تخار والي هم پاتې شوى، د دې پېښې د ټولو قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندي کړي، هغوى ته يې د صبر او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله کړې ده.

دويلو ده، د روان کال د سلواغې مياشتې په ٧مه نېټه هم د کندوز ښار په مرکزي څلورلارې کې ځانمرګى بريد وشو، چې په له امله يې د دغه ولايت له ترهګرى سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالله زمرى او د ترافيکو مدير سمونوال سيداسلم سادات او يو بل ١٤ کلن هلک له خپل پلار سره ووژل شول.

په دې پېښه کې ټول ١٤ کسه وژل شوي وو، چې مسووليت يې وسله والو طالبانو پرغاړه واخيست.

Related Topics